شهزاد محمدي: کرکټ کول فائده نلري، ما کلونه کرکټ وکړ اوس راسره
د افغانستان د کرکټ پخواني لوبغاړي شهزاد محمدي په یوه ويډیو کې ويلي دي چې کرکټ په درد نه خوري وايي ما کلونه کلونه د افغانستان لپاره کرکټ وکړ خو هېڅ مې ترلاسه نکړل وايي پلار یې وفات شوی و خو ده ونشو کولی چې جنازې ته ولاړ شي خو په دومره قربانۍ کې بيا هم وايي ده څه په لاس ورنغلل.
که د یوه لوري شهزاد محمدي د افغانستان د کرکټ څخه ګيله کوي د بل لوري د افغان کرکټ مينوال وايي چې شهزاد محمدي او نور ډېر افغان لوبغاړي چې عادي کډوال و او د بېګاه ډوډۍ یې نه درلوده د افغان کرکټ په مهال یې په میاشت کې زرګونه ډالر اخيستل.
په بېلابېلو هېوادونو کې یې په لوکسو هوټلونو کې ژوند کاوه او هرڅه یې وي آی پي و، د کورونو او سرمايو خاوندان شول اوس چې په افغان کرکټ نیوکې کوي نو دا پخپله يوه نمکه حرامي ده.