شهزاد محمدي ټپي شو، ډاکټر یې وايی چې د نوموړي حالت

د افغانستان د کرکټ زوړ او ځوړ شوقي شهزاد محمدي بیا له‌ پاکستان څخه راغلی دی او افغانستان کې یې په کورنيو کرکټ‌لوبو کې کرکټ پيل کړی دی پرون يې يوه سليزه ووهله او ملګرو یې کمپاين پيل کړ چې سړی ملي ټيم ته درواخلي ترڅو یو څو زره ډالر واخلي او بيا لاړ شي پېښور کې یو څو مټن کړايي ووهي او خېټه لا پسې نوره غټه کړي.

مګر دا زوړ شوقي د خپل ستر بدن سره نن لوېدلی دی او په ملا کې يې سخت درد پيدا شوی دی چې روغتون ته انتقال شوی دی. د نوموړي منیوال که څه هم دده د تېر وخت ځينې لوبې ستايي خو وايي چې کرکټ کې فټنېس ډېر زيات مهم دی او شهزاد په دې حال او صورت او د کلونو لپاره د مسلکي کرکټ لرې پاتې کیدو سره بيا ملي ټيم ته نيول په کرکټ رشخند وهل دي.

د يادونې وړ ده چې د افغانستان کرکټ‌ د ميرويس اشرف په مشرۍ يو ځل بيا وتوانېده پخپلو پښو ودرېږي، ځوان لوبغاړي رامخکې شول او ښه وځلېدل خو د ځينو زړو ميراث خورو د کرکټ‌ ډالر نه هېرېږي او په پوره بې شرمۍ سپين سترګی دا تف کړي مخلوقات بيا غواړي په کرکټ بورډ باندې مسلط سي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *