شهزاد: قابلي پلو مې سخت خوښ دی، د همدې پلو له لاسه زه

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې پخوانۍ لوبغاړی چې خپل فزيک ته د نه پام کولو او په پرلپسې ډول د ښې لوبې نکولو له کبله له ټیم بهر شو اوس کله کله کلپونو ته لاړ شی ويډیو جوړه کړي چې سپورټ کوي.

بيا دا ويډيو په انټرنټ کې خپره کړي او په غیرې مستقیم ډول د افغانستان د کرکټ بورډ مسؤلینو ته دا پيغام ورکوي چې زه خو لګيا يم سپورټ کوم او خپل وزن برابروم نو ماته یې په ټيم کې ځای راکړی.

په یوه مرکه کې وايي چې قابلي پلو یې ډېر خوښېږي، وايي برياني سره مې نه لګي خو قابلی پلو ته د ټینګې نه يم، دی واضح وايي چې د همدې قابلي پلو له لاسه خپل فزیک او خېټه نشي کنټرول کولای.

د کرکټ مبصرین وايي چې محمد شهزاد ښه استعداد درلود او که چېرې یې په خپل فزيک کار کړی وی د خپلې خیټې یې نه وی منلي مو کېدی شي د زياتو کلونو لپاره نور هم په کرکټ کې پاتې شوی وی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *