شهباز شريف: عمران خان د امريکا خبره نه منله زه په ښکاره وایم چې

د افغانستان په هکله اوس د پاکستان خبرې تر بل هر وخت زیاتې دی د افغانستان په مسايلو اوس پاکستان غږیږی هغه که د نړيوالو سره غونډې وي که په ملګروملتونو کې وينا وي اوس افغانستان رسمی استازی نلري او پاکستان ته دا استازیتوب ترسره کوي.

تېره ورځ بيا ددې هېواد صدراعظم شهباز شريف د افغانستان په هکله ډیرې توندې څرګندونې وکړې چې د افغانانو له سخت غبرګون سره مخ شوې خو په افغانستان پرته له کرزي نور چا ورته مناسب غبرګون ونښود.

اوس شهباز شريف تازه بيا ويلي دي چې عمران خان د امریکا سره د پاکستان اړيکې بې ځايه خرابې کړې خو وايي زه به دا ټولې اړیکې بيا ډیرې ښې ورغوم وايي افغانستان کې واکمنې ډلې ته ښه چانس په لاس ورغلی چې د دو. چې تړون عملي کړي کنه هرڅه به له لاسه ورکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *