شلغمې په ژمي کې د نارينه جن.سي طاقت په حيرانونکې ډول زياتوي خو چې دې يوې خبرې ته پام وشي

شلغمې يو له هغو خوارکي موادو څخه دي چې د ځينو خلکو زیاتې نه خوښېږي مګر کوم کسان چې بيا د شلغمو له ګټو څخه خبر وي هغوی یې په بېلابېلو ډولونو پخوي د نورو ځینو خوړو سره يو ځای یې هم پخوي او تل یې په خپل دسترخوان کې ځای محفوظ ساتي.

شلغمې يو ډول ګرم طبعيت لري له همدې کبله په ژمي کې زياتې استفاده کېژي، په ژمي کې یې استفاده زياتېږي. شلغمې ګڼې ګټې لري چې دلته به یې موږ يو څو مهمې ګټې بيان کړو.

په ژمي کې په منظم او مناسب ډول د شلغمو خوړل د نارينه و جن. سي قوت زیاتوي، په شغلمو کې موجود مواد د نارينه و‌ د جنسيت هورمون زياتوي. ددې ترڅنګ شلغم په بدن کې د وينې د تولید کچه هم زياتوي. د بل لوري شغلم د انسان د بدن څخه د مضرو موادو بهر کول چټکوي او پدې طريق انسان د تشو متيازو لپاره زیات تشناب ته ځي.

په سنتي طب کې بيا د پښتورګو د ډبرو د مخنیوي لپاره د شلغمو اوبه هم استفاده کېږي. په ژمي کې شغلمې د ټوخي يا يخ وهنې په برخه کې هم ښې لګي او دې ډول ناروغانو ته ورکول یې ښه انتخاب دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *