شفیقه خپلواک راشد ته: نیمايي نفوس له هرڅه منعه کول سياست ندی ته د چا څخه…

د اسټراليا له لوري د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم سره د لوبې لغوه کولو وروسته د افغان لوبغاړو غبرګون اوس پخپله د ځینې افغانانو د غبرګون سره مخ شوی دی. د افغانستان د کرکټ ټاپ لوبغاړي راشد خان د اسټراليا د کرکټ بورډ د پرېکړې په غبرګون کې ویلي و چې سياست بايد له کرکټ سره ګډ نشي که نه دی به له بي بي اېل څخه بهر شي.

د راشد خان دغه غبرګون ته د هېواد د ښځو د حقونو تکړه فعالې شفيقې خپلواک ويلي دي چې ايا د ښځو زده بندول، ددوی پوهنتون بندول ددوی کاروبار بندول دا ټول سياست دی؟ نوموړې راشد خان ته ویلي دي چې دا سياست نه دی دا یو بشري ناورين دی چې د هېود نيمايي نفوس له زده کړو له کاره محروم شوی دی او په کورونو کې بندي او محکوم شوی دی.

په افغانستان واکمنې ډلې د افغانانو په ښځو باندې د کار او زده کړو بندیز لګولی دی او دې کار د افغانستان او ټولې دنيا اړیکې سره خرابې کړې دي چې اوس یې د افغانستان يوازني وياړ کرکټ هم له مشکلاتو سره مخ کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *