شفيق الله شفق؛ کرکټ بورډ د آی سي سي له لوري زما د بخښنې ايميل ډيليټ کړی، غواړي چې
شفيق الله شفق؛ کرکټ بورډ د آی سي سي له لوري زما د بخښنې ايميل ډيليټ کړی، غواړي چې
د افغانستان د کرکټ د ملي ټيم پخوانی غړی شفیق الله شفق وايي چې د کرکټ د نړيوالې شورا له لوري ده ته بخښنه شوې ده او هغوی د افغانستان کرکټ بورډ ته ويلي دي چې دوی د شفیق الله شفق په بيا کرکټ ته راتګ کوم اعتراض نلري.
خو د افغانستان د کرکټ بورډ مسولین بيا خاموش دي او دده د کرکټ څخه په لرې کېدو خوښ دي، نوموړی وايي د کرکټ نړيوالې شورا د افغانستان کرکټ بورډ ته ایمیل استولی و چې ده ته بخښنه شوې ده نور نو د افغانستان د کرکټ بورډ خپله فيصله ده.
خو د افغانستان د کرکټ بورډ به لوري دا ایمیل حذف شوی و، شفق وايي دا ايميل یې په ډېره خوارۍ را پيدا کړ خو کرکټ بورډ بيا هم ده ته بخښنه ونکړه.
شفق زیاتوي چې په افغانستان کې هرچاته بخښنه وشوه خو ده ته بخښنه نه کېږي، د کرکټ د چارو مبصرین وايي چې شفق باندې بندیز شپږ کاله و نور بايد دده باقي بندیز ختم شي ترڅو حداقل په کورني کرکټ کې بوخت وي.