شبنم دوران: په ملي ټيم کې مې فضل الحق فاروقي ترټولو زيات خوښېږي د هغه څخه غواړم چې
د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم ځوان تېز بالر فضل الحق فاروقي په ټيم په کرکټ او افغانانو په زړونو کې خپل ځای نور هم په چټکۍ پراخوي، پرون یې د افغانستان او سريلانکا په لوبه کې ډېر په زړه پورې کردار ادا کړ په ځانګړي ډول د لوبې د پای ته رسولو او ګټلو لپاره د سريلانکا ترټولو غښتلی لوبغاړی هرسنګا یې اوټ کړ چې دا نو هغه د نښې منځ ويشتل و.
پرون د افغان ټيم د بريا وروسته ګڼو مهمو شخصیتونو خپلو عامو افغانانو خبريالانو ټولو د خپل هېواد ټیم او لوبغاړو ته مبارکي ورکړه، نړيوالو رسنيو د کرکټ ټاپ ورځپاڼو د افغانستان بريا وستایله او د افغان ټيم ورځ تر بلې قوي کېدل د نويو ځوانو استعدادونو را برسېره کېدل يې د افغانستان د کرکټ د ښې راتلونکې تضمین وباله.
د خبريالانو د مبارکيو په ترڅ کې د افغانستان د ملي تلويزيون پخوانۍ خبريالې شبنم دوران چې اوس مهال په لندن کې ژوند کوي هم د افغانستان د ملي ټيم لوبغاړو ته مبارکي وویله او په ځانګړي ډول یې دلته فضل الحق فاروقي مېنشن کړ.
نوموړې وویل چې د افغانستان په ملي ټيم کې ټول لوبغاړي ښه دي خو زما په ځانګړي ډول فضل الحق فاروقي خاص خوښېږي، دې ويلي دي چې د فاروقي ځانګړې مينه واله ده او هغه ته نورې برياوې هم غواړي.