شبنم دوران؛ موږ يوازې مه پرېږدئ موږ ستاسې

په افغانستان کې د نجونو په زده کړو باندې د بنديز وروسته د هېواد په لر و بر کې خلکو دغه پرېکړه وغندله، د پوهنتون نارينه محصلينو هم پوهنتون پرېښود او پخپل اعتراض کې یې واکمنې ډلې ته وويل چې يا بايد ټول پوهنتون ته پریښودل شي يا نو هیڅ هم نه ځي.

د افغان نارينه محصلينو دغه کار په رسنیو کې وستایل شو په ځانګړي ډول ددوی خويندو نورو افغان مېرمنو دا کار وستایه په ټولنيزو رسنيو کې مېرمنو پخپلو اولادونو او وروڼو غږ وکړ چې مه پرېږدئ واکمنه ډله ستاسې په خوئندو هرڅه یې چې زړه وي وکړي.

افغان خبريالې شبنم دوران هم د نارينه و دغه کار ستایلی دی او ويلي‌ یې دي چې دا ډول نارينه دې الله ج نور هم زیات کړي.‌هغه ویلي خپلې خويندې يوازې مه پرېږدئ ددوی ترڅنګ ودرېږئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *