شبنم دوران؛ راشد خان ډېر خاص لوبغاړی دی، ماته یې لندن کې يوه خولۍ ډالۍ کړه او وروسته

د ملي تلويزيون پخوانۍ تکړه خبریالې شبنم دوران چې اوس مهال د نوې جوړې شوې ډيجيټل رسنۍ اې بي اېن سره په کار بوخته ده د افغان بالر راشد خان په هکله يو پوست کړی دی چې د ټولنيزو رسنيو د کاروونکو توجو يې ورجلب کړې ده.

نوموړې په یو پوست کې ليکلي دي چې د د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم لوبغاړي ددې هېواد وياړونه دي، دوی يوازيني کسان دي چې که تاسې په کوم بهرني هېواد کې وی او د افغانستان کرکټ ياد شي نو تاسې به د شرم نه د وياړ احساس وکړی.

دا وروسته ليکي د افغانستان په اړه که په بهر کې هره خبره اوری نو هغه به منفي خبره وي او ددې سبب به کېږي چې يو کس پخپل افغانیت خفه شي خو يو کرکټ دی چې کله یې نوم واخيستل شي ستاسې سترګې به پکې اوچتې وي‌.

دوران وړاندې ليکلي چې د افغان ټيم ټول اتلان قدرمن دي او دې څو ځل ورسره ليدلي دي په وروستي ځل مې وايي په انګلستان کې د راشد خان او نورو لوبغاړو سره وکتل چې دوی بيا یوه خولۍ هم ډالۍ راکړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *