شاهین افریدي: راشد خان خو مې د زړه سر دی، مګر د افغانستان په ټیم کې

د پاکستان د‌ کرکټ مشهور او تکړه چټک توپ اچوونکي شاهين افريدي د افغانستان د کرکټ د افسانوي توپ اچوونکي راشد خان په هکله تازه څرګندونې کړې دي.

نوموړي ویلي دي چې راشد دده د زړه سر دی وايي راشد خان او ګربز دده د خوښې لوبغاړي دي، دی وايي د افغانستان ټول ټیم یې ډېر زيات خوښ دی خو راشد خان او ګربز یې ترټولو زیات خوښ دي.

شاهين افريدي د پاکستان يو ټاپ لوبغاړی دی چې د خیبرپښتونخوا سره تعلق ساتي. نوموړی د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم له لوبغاړو سره ښې اړیکې لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *