شاهد افريدی؛ زوم مې راته مسجونه کوي خو ځواب نه ورکوم ځکه چې

د پاکستان د کرکټ پخوانی ټاپ لوبغاړی شاهد افريدي په دې وروستيو کې پخپلو شخصي او کورنیو مسايلو باندې د تبصرو وروسته د توجو په جلب کولو باندې بريالی شوی دی، دده شخصي ژوند او کرکټ هغه مهال د رسنيزې نړۍ سره زيات وصل شو کله یې چې د پاکستان د مشهور ځوان کرکټر شاهين افريدي سره د خپلې لور رشته پخه کړه.

هغه تازه د‌ خپل زوم په هکله نوې څرګندونې کړې دي، څو ورځې وړاندې یې ګيله کړې وه چې ګواکي د پاکستان کرکټ بورډ د شاهین افريدي په روغتیايی ستونزه کې د درملنې لپاره ونډه نه ده اخيستې.

اوس یې ويلي دي چې تازه له امريکا څخه راغلي دی ستړی او خسته دی، خپل زوم شاهین افريدي ورته ګڼ مسجونه کړي دي خو ده تراوسه یوه ته هم ځواب نه دی ویلی وايي شاهین اوس يو څه ښه شوی دی خو ډاکټران يې لا هم کرکټ ته تلل مناسب نه بولي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *