شاداب خان: د افغانستان په وړاندې لوبېدل اسانه خبره نده، افغانستان اوس يو
د افغانستان او پاکستان ترمنځ شل اوریزې لوبې ددې مياشتې په وروستيو ورځو کې پيل کېژي، په دغو لوبو کې د پاکستان د کرکټ د ملي ټيم کپتان بابر اعظم او محمد رضوان شتون نلري.
پاکستانيو رسنيو ويلي دي چې د پيم او بورډ مسؤلینو پرېکړه کړې ده چې بابر او رضوان يو څه ارام وکړي ، دغه دواړؤ لوبغاړو ويلي دي چې نه غواړي ارام وکړي بلکې غواړي د افغانستان په وړاندې ولوبیږي خو د پاکستان د کرکټ بورډ چارواکو ددوی دې غوښتنې ته مثبت ځواب نه دی ورکړی.
د افغانستان په وړاندې د لوبو په مهال د پاکستاني ټيم کپتاني شاداب خان کوي، نوموړي پرون وويل چې په شل اوریزو سیالیو کې افغانستان يو سيال هېواد دی او د ملي ټيم لوبغاړي یې په شل اوريزو ليګونو کې پوره تجربه لري.
شاداب خان د افغانستان په ملي ټیم په هکله وويل چې په اسيايي پيچونو کې د افغانستان په وړاندې لوبېدل اسانه کار نه دی، دا به سخته لوبه وي.