سکارلېټ؛ موږ ښځې په کور.والي کې صرف نارينه خوشحاله کوو خو نارينه بیا -

سکارلېټ؛ موږ ښځې په کور.والي کې صرف نارينه خوشحاله کوو خو نارينه بیا

د هالیوډ مشهورې ستورې سکارلېټ جانسون په خپلو بې پردې څرګندونو سره ځان د مګزين د خبرو سرټکی جوړ کړی دی، دا یو له هغو اداکارانو څخه ده چې د ګډ ژوند په هکله تل بې پردې او سپینې خبرې کوي، دا ځل په يوه تازه مرکه کې کوربه پخپلو نادرو څرګندونو سره هک حيران کړ.

نوموړې چې په هالیوډ فلمونو کې خورا لوی نوم لري د ګډ ژوند په هکله د نارينه و په برخه تل نیوکې کوي او وايي چې په ګډ ژوند کې چې کوم انصاف بايد موجود وی هغه شتون نلري نوموړې وايي چې د ښځو په برخه کې يوه لويه بې عدالتي روانه ده چې زه يې نن سپينه خبره کوم.

نوموړې په خپله دې نوې مرکه کې وايي چې د کور. والي په مهال د ښځو ذهنيت داسې دی چې بايد خپل خاوند خوشحاله کړي تر څو ددوی خاوند لپاره دا اړیکه په زړه پورې وي وايي خاوند بيادا هڅه نکوي چې ښځه خوشحاله کړي او یا اړيکه د ښځې لپاره په زړه پورې وي بلکې خاوند صرف د ځان په هکله سوچ کوي.

سکارلېټ وړاندې وايي چې دا ذهنیت بايد بدل شي ښځينه بايد دا هڅه وکړي چې اړيکه ددې لپاره په زړه پورې وي او نارينه باید له دومره شديدې ځان غوښتنې لاس واخلي او ځرنګه چې نارينه د ګډ ژوند څخه خوند اخلي همداسې یې بايد ښځې هم واخلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *