سيتا قاسمي: زه شپه ورځ ژاړم، په دې دنيا کې زموږ

تکړه سندرغاړې سيتا قاسمي د وطن په درد ډېره کړېږي، هغه له دې وړاندې ويلي و چې افغانان به ترڅو په پردیو هېوادونو کې د کډوالۍ ژوند تېروي اوس یې بيا د خپل خفګان بيان کړی دی.

هغه ويلي دي چې افغانان په نړۍ کې يوازنی ملت دی چې د زده کړو لپاره ژړا کوي، د نړۍ په نورو برخو کې چې څوک د زده کړې کوي او علاقه یې ولري سخت تشویق کېږي ورسره مرسته کېږي.

خو په افغانستان کې ددې حق ترلاسه کولو لپاره موږ ژاړو، دې زياته کړې ده چې يوه ښځه هم حق لري چې ځان وپېژني دنيا وپېژني علم زده کړي ښځه جاهله ساتل لوی خيانت دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *