سوپر کولا افغان کرکټ ټيم ته څومره ډالر ورکړي؟ میرویس اشرف حقيقت بیان کړ - Ht

سوپر کولا افغان کرکټ ټيم ته څومره ډالر ورکړي؟ میرویس اشرف حقيقت بیان کړ

د افغانستان په کرکټ بورډ کې په دې وروستيو کې فساد اوج ته رسیدلی و، هره يوه خپل خپلوان پکی ځای په ځای کول ان د يوه کور څخه دوه لوبغاړي په لوبه کې و، اصغر ستانکزي د افغانستان د کرکټ د بنسټ د بربادولو نیت کړی و خو د وروستي بدلون څخه بعد يې په بشپړ ډول خودخواه او مفسد لاس د کرکټ بورډ څخه لنډ شو.

د کرکټ بورډ يو ترټولو قوی او باثباته سپانسر کوونکی الکوزی‌ ددې مفسدينو له کبله د کرکټ د ټيم له سپانسر په شا شوی و او افغانستان همداسې بې سپانسره پاتې و.

خو په دې وروستيو کې يو ځل بيا حالت ښه شو د افغانستان کرکټ کې يو څه زاړه شاته شول او ځوانانو ته پکې ځای ورکړل شو، تازه د کرکټ بورډ ريس میرویس اشرف وويل چې د سوپر کولا له لوري ددې ټيم د سپانسر لپاره دوه نيم لکه ډالر دوی ته ورکړل سول چې په دې وخت کې دا يو ډېر ښه سپانسر دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *