سلېنا ګومېز؛ زه به هېڅکله حامله نشم ځکه په ځوانۍ کې مې
سلېنا ګومېز ټاپ امريکايي سندرغاړې ده، په ځانګړي ډول کله يې چې د کاناډايي سندرغاړي جسټین بيبر سره د يارانې اړیکې وې نو په نړۍ کې تر دوی دواړؤ زيات مشهور کسان ډېر کم پيدا کېدل. خو وروسته ددوی دواړو ترمنځ جدايي راغله او جسټین بيبر واده وکړ.
سلېنا ګومېز چې يوه افسانوي او فوق العاده سندرغاړې ده اوس یې په ژوند يو مستند فلم جوړېږي، ددې فلم جوړونکو د نوموړې سره د مرکې په مهال له دې څخه جالبې پوښتنې کړې دي د هغه د ګډ ژوند او د ناويلو څخه یې پرده پورته کړې ده.
سلېنا ګومېز په دې مستند فلم کې وايي چې يوه ډېره عجيبه دوره یې تېره کړې، داسې رالویه شوې ده چې څه ډول ماشومتوب یې تېر کړی دی ځکه په ماشومتوب کې هم ډېره زياته مشهوره وه او بيا چې کله تازه پېغله کېده ورسره ډېر ناوړه کار وشو.
دا وايي په ځوانۍ کې له رواني ناروغيو سره مخ شوه يو ډول په ژوند کې په تنګ وه د هرڅه سره په تنګ شوې وه او له دې کبله يې ډېر ډېر قوي درمل کارول وايي اوس د همغو درملو جانبي عوارضو دومره زيان ورته رسولی دی چې له کبله یې نوره ددې وړ نه ده چې حامله شي او ماشوم نړۍ ته راوړي.