سعودي 121 نوې الوتکې اخلي، دا الوتکې به د نړۍ
د سعودي عربستان حکومت د یوه نوي هوايي شرکت د جوړلو خبر ورکړی دی، د رياض هوايي لارو شرکت به د ۱۲۱ بویېنګ الوتکو سره خپلې الوتنې پيل کړي، د سعودي عربستان وليعهد محمد بن سلمان غواړي چې پدې شکل سره د سعودي عربستان د اقتصاد تکيه په تېلو باندې نوره هم راکمه کړي.
دغه شرکت به ټول ټال ۱۲۱ بویېنګ ۷۸۷ طیارې واخلي د لومړۍ برخې ۷۲ الوتکو سفارش د بویېنګ شرکت ته ورکړل شوی دی. سعودي عربستان پلان لري چې ۲۰۳۰ م کال پورې به د ۳۰۰ ميليونه زيات مسافر انتقال کړي او ۱۰۰ ميليونه زيارت کوونکي او سياحين به جلب کړي.
د سعودي عربستان د هوانوردۍ ملي اداره وايي پلان لري سعودي د هوانوردۍ په نړيوال مرکز بدل کړي، د رياض هوايي لارو شرکت به ۲ لکه خلکو ته په مستقيم ډول دندې پيدا کړي او ورسره به ۱۴۵ نور کوچني د کاروبار ځايونه او مرکزونه رامنځته شي.