سعودي پاکستان ته د نور پور ورکولو انکار وکړ، اسلام اباد وايي نور نو
سعودي عربستان پاکستان ته د نورې مالي مرستې او پرته له سود څخه د پور ورکولو څخه انکار کړی دی.
د سعودي عربستان له دې پرېکړې وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بهټو وويل چې متاسفانه دوست هېوادونه هم د اقتصادي بحران څخه د پاکستان د بچ کولو علاقه نلري.
د سيمې متخصصينو ويلي دي چې سعودي عربستان پاکستان ته د نويو مرستو يا پور لپاره ځينې شرطونه وړاندې کړي دي چې په هغه د مالي اصلاحاتو او مالي کسر تر ډېره حده کمول دي.
متخصصين وايي پخوا به عربي هېوادونو په یوه ټلیفون باندې هم پاکستان سره لویې مالي مرستې کولې خو نور د پاکستان د مالي مرستې اواز ته دا هېوادونه دومره ژر ځواب نه ورکوي.
د متخصصينو په خبره چې څه موده وړاندې د پاکستان د پوځ نوي مشر عاصم منير هم ونشو کولی چې د سعودي عربستان وليعهد محمد بن سلمان د پاکستان سره عاجلې مرستې ته راضي کړي.
پخوا د پاکستان د پوځ مشرانو د عربي هېوادونو لپاره د باور یوه سرچينه وه خو د پاکستان د حکومت د چارواکو اصرافونه، نه شفافیت او نورو مسايلو نور د عربي هېوادونو خلق ورتنګ کړی دی.