سعودي عربستان د افغان مسافرو لپاره نوی اعلان وکړ، له دې وروسته افغانان په بشپړ ډول

د سعودي عربستان حکومت په هوايي ډګرونو کې خپل کار کوونکو او د هوايي شرکتونو مسولينو ته په یوه مکتوب کې ليکلي دي چې هیڅ هغه کس ته د دخول اجازه ورنکړي چې په سټيکري ډول تمديد شوي پاسپورټ باندې سفر کوي.

په داسې حال کې چې افغانان اوس مهال مشروع نړیوال حکومت نلري د پاسپورټ مسله په يوه لويه مسله بدله شوې ده، په افغانستان کې د څلورو مياشتو څخه زيات وخت وشو موجوده حاکميت د پاسپورټ ورکول درولي دي او دغه کار د هېواد دننه او بهر افغانان د ګڼو مشکلاتو سره مخ کړي دي.

په ځینې هېوادونو کې د افغانستان سفارتونو هلته د مېشتو افغانانو پاسپورټونه د يوه سټيکر په توسط تمديد کول مګر اوس سعودی عربستان دا ډول مسافرين هېواد ته نه پرېږدي. تېره ورځ هم ځينې افغانانو په سعودي عربستان کې له هوايي ډګر څخه واپس شړل شوي و ځکه چې ددوی پاسپورټونه د سټيکر په واسطه تمديد شوي و.

په داسې حال کې چې سعودي عربستان څو ورځې وړاندې دغه هېواد ته سفر کول د ټولې نړۍ هېوادونو ته نور هم اسانه کړل او هغو کسانو ته چې د سعودي عربستان د هوايي شرکت څخه ټیکټونه اخلي د ويزې د‌ درخواست په صورت کې ورته سمدلاسه سياحتي ويزه ورکول کېږي خو د افغانانو لپاره په نړۍ کې ځای ورځ تر بلې کمېږي ورځ تر بلې ورباندې لارې بندېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *