سعودي عربستان بهرنیانو ته د ويزو ورکولو په هکله ډېر ښه اعلان وکړ، افغانان کولی شي
د سعودي عربستان د سیاحت او ګرځندوی وزير احمد الخاطب پخپل ټويټر کې ليکلي دي چې له دې وروسته پرته له دې چې د مسلک اصل ته وکتل شي سعودي عربستان په خليجي هېوادونو کې مېشتو ټولو هغو بهرنيو وګړو ته چې اقامه لري د ګرځندوی ويزه صادروي.
نوموړي واضح کړې ده کوم بهرني وګړي چې په خليجي هېوادونو کې ژوند کوي او هلته د پاتې کیدو اسناد، اوږد مدته ويزه يا اقامه یې حداقل دری مياشتې وخت ولري کولای شي چې د سعودي عربستان د ګرځندوی ويزه ترلاسه کړي.
سعودي عربستان د نورې نړۍ لپاره نورمال ويزې صادروي کوم بهرنیان چې د خليجي هېوادونو اقامه لري هغه که افغانان هم وي کولای شي د سعودي عربستان ګرځندوی ويزه ترلاسه کړي مګر په افغانستان او یا نورو هېوادونو کې( پرته له خلیجي هېوادونو) د افغانستان پاسپورټ لرونکي کسان نشي کولای د سعودي عربستان ويزه ترلاسه کړي.