سعودي عربستان بهرنیانو ته د تابعيت ورکولو په قانون کې ستر بدلون رامنځته کړ

سعودي عربستان د تابعيت په قانون کې يو لړ لوی بدلونونه راوستل، سعودي عربستان او عموماً عربي هېوادونو يو له هغو هېوادونو څخه دي چې د تابعیت قوانين یې ترټولو سخت دي، خو تازه ځينې اسانتياوې رامنځته شوې دي.

په تازه بدلون کې د هر هغه عربي مېرمنې چې د یوه بهرني هېوا‌د د وګړي سره یې واده کړی وي اولادونه کولی شي د سعودي عربستان تابعيت ترلاسه کړي، دوی تر ۱۸ کلنۍ پورې صبر کوي او چې څنګه قانوني عمر يانې ۱۸ کلنۍ ته ورسېږي نو کولای شي د سعودي عربستان د تابعيت د ترلاسه کولو درخواست ورکړي.

په دې بدلون کې هغه خارجي مېرمن چې د سعودي عربستان د يوه نارينه وګړي سره یې واده کړی وي اولاد یې د پيدا کیدو سره په مستقيم ډول د سعودي عربستان تابعيت ترلاسه کوي.

د يادونې وړ ده چې ددې قانون په وړاندې ځینې غبرګونونه هم ښودل شوي دي یو لړ کسانو نیوکه کړې ده چې ولې د سعودي عربستان د مېرمنې سره د واده کوونکي کس اولاد بايد تر ۱۸ کلنۍ په تمه شي خو د سعودي عربستان د نارينه وګړي سره د بهرنۍ ښځې اولاد بيا مستقيم د پيدا کیدو سره سم تابعيت ترلاسه کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *