ساینسي څېړنې په پوزو کې د زیاتو ګوتو وهلو خطرناک زيان کشف کړ دا کار د نارينه

په پوزو کې ګوتې وهل هغه څه دي چې په ټولنيز ډول بد ګڼل کېږي او په ښکاره ډېر خلک له دې کار ډډه کوي چې يوازې وي بيا ځينې خلک دا کار دومره ډېر زيات کوي چې د پوزې داخلي نسجونو ته هم زیان رسوي‌. ددې کار د زیانونو په هکله اوس تازه د ساينسي راپور په مجله کې د يوې مهمې څیړنې لومړۍ پايلې اعلان شوې دي.

ددې څېړنې ترسره کوونکي وايي لومړي نتایج ښيي چې په پوزو کې له حده زيات ګوتې وهل د الزایمر د ناروغۍ پيل کوونکې کېدی شي يا داسې ووایو څېړونکي وايي چې په پوزو کې له حده زیاتې ګوتې وهل د الزایمر ناروغۍ راويښولی يا متحرکه کولی شي.

ددې څېړنو په يوه برخه کې راغلي دي چې په پوزو کې د زیاتو ګوتو وهلو او موجودو نسجونو ته د زيان رسولو وروسته ځینې ځايي بکترياوې د مغز طرف ته ځي چې دا بکترياوې د الزایمر ناروغۍ د‌ بيدارولو سبب کېږي.

الزایمر د عصبي سيستم يو ډول ناروغي دي چې د‌مغزو د ځینې حجرو د له منځه تلو سره ورو ورو د انسان حافظه کمزورې کېږي او ورسره يو ډول ګيچ کېږي چې په ډېرو شيانو یې سر نه خلاصېږي په لنډ ډول د انسان د پوهې او درک عادي کارونه له ګواښ سره مخ کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *