ساينس پوهان: نارينه بايد زياته اوږه وخوري ځکه ښځې

اوږه د پخوا زمانو راهيسې د ډول ډول روغتيايي ستونزو د مخنیوي او حتی د درملنې لپاره کارول شوې ده، سنتي طب يا د حکيمانو طب له پخوا راهيسې د اوږې ګټې بيناوي خو اوس په دې هکله سائنس ډېر څه په رسمي ډول تجربه کړي او پېژندلي دي.

د سکاټلنډ په سټيرلينک او د چک جمهوریت په چارلس پوهنتون کې ترسره شویو څېړنو دا ثابته کړې ده چې اوږه هم د ميکروب ضد خواص لري، هم د ويروس ضد قوي خاصيتونه لري او هم د التهاب ضد تاثیرات لري.

ترسره شوې څېړنې ثابتوي چې اوږه د يخ وهنې، حتی د ځينې سرطانونو په وړاندې هم تاثير لري ورسره د وينې د لوړ فشار په کښته کولو کې د پام وړ ګټه لري ټينګه وینه نرۍ کوي د وینې جریان ته چټکتيا وربخښي.

دا څېړنه وايي که څه هم نارينه يا په عام ډول انسانان د اوږې له خوړلو وروسته د خولې د ناسم بوی څخه شکایت لري خو د يوې نعنا طعم لرونکې ژاولې سره ددې مخه نيولی شي مګر جالبه داده چې کوم نارينه اوږه خوري د هغوی د خولو، د بدن يو ډول خاص لوی لګېږي چې یوازې ښځې یې بوی کولی شي او په دوی دا ډول بوی ډېر ښه تاثير کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *