ساينس پوهانو د غوښې یو بل خطرناک زيان بيان کړ، د نارينه معقد او

د روغتیا نړیوال سازمان تېر کال اعلان وکړ چې بسته بندي شوې يا پېکج شوې غوښې د سرطان خطر زیاتوي، کوم کسان چې د سوپر مارکېټونو څخه بسته بندي شوې تيارې پخې غوښې اخلي د هغوی د کولمو او معدې د سرطان خطر تر نورو انسانانو ۱۸ سلنه زيات دی.

يوازې د بسته شوې غوښې د زيان خبره نه ده، په جرمني او برتانيا کې ترسره شوې څېړنې دا هم وايي چې په عموم کې غوښه خوړل د سرطان خطر زیاتوي.

د ترسره شویو څېړنو په بنسټ کوم کسان چې غوښه نه خوري د سرطان خطر یې تر نورو ۴۰ سلنه کم دی. په لومړي بيان کې بايد وويل شي چې غوښه سرطان ضد فايبر نلري، په غوښه کې حيواني پروتين دي، مضر غوړ لري او په ځينې وختونو کې د پخېدو په وخت کې هيتروسيکليک امین او پوليسيکليک هیدرو کاربونونه رامنځته کېږي چې دا ټول سرطاني مادې دي. په ځانګړي ډول په غوښه کې هغه هورمونونه په مستقيم ډول شته دي چې د سرطان خطر زیاتوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *