زېبا ګل: بلاخره په يوه ځوان مينه شوم او غواړم واده ورسره وکړم خو

د ټيک ټاک مشهوره ستورې زیبا ګل د ډېری مجردانو خوبونه حرام کړي دي، ډېر وخت خو په ټيک ټاک کې د څو کسانو پخپلو کې ددې په سر جنګ وي او يو بل ته اخطارونه ورکوي، ان ځينې کسان ورپسې سعودي عربستان ته ورغلي حال دا چې دا په دوبۍ کې وي ځينې بيا پسې عمان ته تللې وي.

همداسې په ژوندۍ بڼه په ځینې ټيک ټاکي پروګرامونو کې برخه اخلي او وخت نا وخت پکې د نورو کسانو سره ډول ډول شرطونه وهي او د خپل ګډ ژوند په هکله دا چې کله به واده کوي خبرې کوي او دې پروګرام ته یې په زرګونو خلک ناست وي.

يو له مشهورو کسانو څخه چې ددې سره يو ځاي پروګرام زيات کوي د خليل په نامه یوه افغان دی چې زېباګل ته هر وخت د مينې اظهار کوي خو زېبا ګل تېره ورځ ورځ هغه ته یوه پروګرام کې وويل چې هغه په بل چا مينه نه ده او غواړي د بل سره واده وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *