زېباګل: ترکي نجونې دومره ښکلې دي چې که زه هلک وی نو

مشهوره ټیک ټاکره زيباګل په دې ورځو کې د ترکیې په چکر بوخته ده او ددې هېواد بېلابېلو ولايتونو او ښارونو ته د چکر لپاره ځي تازه ويډيو ګانې او انځورونه د خپلو مينوالو سره خپروي.

د شپې له لوري بيا د ټيک ټاک بنډار هم نه پرېږدي، تازه د خپل یو ټيک ټاکي ملګری سره په یوه ويډیو کې جالبې څرګندونې کوي او د ترکي نجونو په هکله د خپلو سترګو ليدلي حال بيانوي.

دا وايي چې ترکي نجونې داسې ښکلې دي چې دا ټوله ورځ لګيا وي د هغوی سيل کوي، د خپلو خبرو په دوام کې وړاندې وايي چې که زه نارينه وی او په ترکيه کې وی څه به مې کول‌.

زېباګل چې اوس مهال په ترکیه کې ده او سياحت کوي نه دي ويلي چې د څومره وخت لپاره به په ترکيه کې پاتې کېږي خو ښکاري داسې چې یو سياحتی سفر يا تور دي چې په څو ورځو کې به پای ته ورسیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *