زېباګل افغانستان ته ځي وايي غواړم کابل کې -

زېباګل افغانستان ته ځي وايي غواړم کابل کې

ټاپ ټيک ټاکره زېباګل وايي چې افغانستان ته ځي. هغه چې د یوه افغان کاريګر سره چې اماراتو کې اوسېږي خبرې کولې وويل چې کېدی شي افغانستان ته ولاړه شي، دوی دواړو دا خبرې داسې مهال وکړې چې اماراتو مېشت خليل چې هم يو افغان کاريګر دی او هم په ټيک ټاک کې ډېر فعال دی په ټيک ټاک کې مجلس کاوه.

خليل وايي چې لاس یې خوږ شوی دی او نشي کولای اماراتو کې داسې بېکاره ژوند وکړي غواړي بېرته افغانستان ته ولاړ شي خو زېباګل ورته وايي چې افغانستان ته نه ځي او ويزه نه کنسل کوي.

ځکه چې که ويزه کنسل کړي نو بيا امارات اوس مهال افغانانو ته نوې ويزې نه ورکوي. زېباګل ورته وايي چې که ته افغانستان ته ولاړ شې زه هم افغانستان ته ځم.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *