زېباګل؛ په داسې چا مينه يم چې د واده پيسې نه نلري خو زه ورته وايم چې راشه -

زېباګل؛ په داسې چا مينه يم چې د واده پيسې نه نلري خو زه ورته وايم چې راشه

ټاپ ټيک ټاکره زيبا ګل په ټيک ټاک کې د يوه افغان ملګري سره د خبرو په مهال باندې د خپل د‌مينې د ژوند په هکله اعتراف کوي چې دا په یوه داسې کس مينه ده چې ډېر خلک یې نه مني او باور نه ورباندې کوي، دا چې هسې هم زيات مینوال لري او پکې زيات يې عاشقان خپله بيا په بل چا مينه ده او غواړي چې د هغه کس سره واده وکړي مګر هغه لوري ته بيا چارې دومره اسانه نه دي.

نوموړې د ټيک ټاک په یوه ویډیو کې وايي چې په يو داسې کس مينه ده چې هغه پيسې نلري او ډېر غريب دي وايي ما ورته پخپله د واده وړانديز کړی دی خو هغه راته وايي چې زه پيسې نلرم چې واده پرې وکړم.

دا‌ وړاندې زياتوي چې زه ورسره په هرڅه راضي يم هېڅ ډول پيسې نه ترې غواړم، ولور او دا خبرې نشته بس عادي واده کول غواړم خو هغه راته نه وايی، زيبا ګل په داسې حال کې په بل کس د مينېدو خبرې کوي چې ډېری مينوال يې هم ورسره زياته مینه لري او ځينې پکې په دې باندې داسې مين دي چې عين اماراتو ته ورپسې ورغلي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *