زېباګل؛ په داسې يوه کس مينه شوې يم چې پرته له کبر بل څه نه پیژني تل راته وايي چې - Ht

زېباګل؛ په داسې يوه کس مينه شوې يم چې پرته له کبر بل څه نه پیژني تل راته وايي چې

مشهورې ټيک ټاکرې زېبا ګل د خپل مينتوب په هکله تازه څرګندونې کړې دي چې د ټولنيزو رسنيو د کارونکو توجو یې ځانته ور جلب کړې ده، دې ويلي چې مينه شوې ده خو تراوسه په خپله مينه کې کامیابه شوې نه ده.

دا وايي چې په يوه کس مينه وه چې ډېر کبرجن و، وايي داسې يو کس دی چې هم یې اقتصادي وضعيت ډېر ښه نه دی او هم بيا داسې دی چې ډير زيات کبرجن دی او کبر کوي.

ددې په خبره چې اوس په هغه کس پسې نه ګرځي مګر د هغه یې چې کومه مينه کوله هغه ريښتينې مينه وه او کوم مطلب هېڅ شی پکې ځای نه درلود پرته له يوې حقیقي مينې.

د ټولنيزو رسنيو کارونکو ددې د مينې د کيسې ويډيو په زرګونو ځله خپره کړې ده او نورې ډول ډول ويډيو ګانې یې هم هم ورباندې جوړې کړې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *