زوم خپل واده ته په تابوت کې راوړل شو، سبب یې خلک حیران کړل

د امریکا په متحده ايالاتو کې د واده لپاره د یو زوم د راتګ شکل خلک حیران کړل، په ټولنيزو رسنيو کې ددې واده ويډيو نشر شوې ده چې د ۷ ميليونو څخه زياتو کسانو ليدلې ده، د واده د مراسمو لپاره په تابوت کې ځای په ځای شوی زوم په داسې حال کې راوړل شو چې ناوې تياره وه خو خلک حیران شول چې په واده کې دي او په جنازه کې يې ګډون کړی دی.

په ټولنيزو رسنيو کې که څه هم دا ويډيو زياته کتل شوې ده خو سختې نیوکې ورباندې شوې دي، د ټولنیزو رسنیو يوې کارونکې ليکلي و که چېرې د ناوې په ځای مخکې له دې واده مې ورسره خپله لاره بېولوله او مخکې له واده طلاق مې اخيسته، يوه بل بيا ليکلي و چې ددې مطلب دادی چې له دې وروسته زوم ځان په مړو کې حسابوي او فکر کوي د واده څخه وروسته یې ژوند ختم شو.

ځینو خلکو بيا دا یوه عادي شوخي بللې وه او دا کار یې د زوم او ناوې ترمنځ د زيات صميمت او دوستۍ نښه بللې وه، د ويډيو په اخر کې ليدل کېږي چې زوم د تابوت څخه را ولاړېږي او ناوې خواته ورځی او دنکاح مراسم پيلېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *