زه ويده وم چې زما جامې یې لر.ې کړې وې او بيا په حمام کې

د ترکیې په سامسون ولايت کې يوې ۲۲ کلنې نجلۍ خپل ژو. ند ته د پا.ی ټکی اېښی دی، د ايلکليما ناز نوم لرونکې دا مېرمن په دې ولايت کې د کار کولو لپاره اوسېده او د ټټو وهلو په یوه دوکان کې یې کار کاوه، دا چې په وروستيو ورځو کې د خپل ملګرو څخه يو څه لرې شوې وه څو ورځې وړاندې يې جس.د په داسې حال کې وموندل شو چې نور یې په بدن کې سا. ه شتون نه درلود.

د لومړیو معلوماتو په بنسټ دغه ځوانې مېرمنې خپل ځان پخپله ويش.تلی دی، ددې سره يو مکتوب هم موندل شوی چې په هغه کې یې د خپل دې بد انجام په هکله معلومات ليکلي دي، هغه په دې ليک کې ليکلي دي چې ددې د مر. ګ سبب کسان بايد خپله سز.ا وويني د کومو‌ کبله چې دا مجبوره شوې ده چې خپل ځان وو. ژني.

دې په مکتوب کې د خپلو وروستيو ورځو په هکله ډېر مهم معلومات ليکلي دي، نوموړي د هغه کس نوم ليکلی دی چې له دې سر یې په زور جن. سي اړيکه نیولې ده خو رسنیو ددې کس نوم نه دی خپور کړی او صرف د نوم لنډيز یې ورکړی دی.

دا په خپل مکتوب کې وايی چې يوه کس( د نوم مخف يې D.S) ددې سره سخت ظلم کړی وائي کله چې دا ويده وه نو دې کس یې ترې جا. مې لرې کړې وې او بيا یې دا ن. شه کړې وه او وروسته یې حمام ته بوولې او هلته یې ورسره د ن. شې په حالت کې کور. والی کړی دی.

د رسنیو د راپورونو په بنسټ پدې قضيه کې تورن/ دخيل دری کسان نیول شوي دي خو وروسته د صحي معايناتو لپاره خوشي شوي دي، په دې وروستيو کې په ترکيه کې دا ډول پېښې زیاتې شوې دي او عاملينو ته یې د سز. ا نه ورکولو له کبله مجرمین نور هم زړور شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *