((زه دې ولې زېږون ته پرېښودم)) یوې نجلۍ د ډاکټر پر وړاندې قضیه ګټلې
په برتانیې کې یوې نجلۍ د خپلې مور د ډاکټر پر ضد د میلیونونو روپیو د تاوان قضیه ګټلې. د رسنیو د راپورونو له مخې، دا نجلۍ ایوي ټومبیز نومېږي او د خپلې د ډاکټر پر وړاندې یې د حمل پرمهال سمو مشورو نه ورکولو قضیه ثبت کړې.
د بریتانوي رسنیو د راپورونو له مخې، شل كلنې ایوي تومبيز پر خپلې مور پر ډاکټر د حمل په وخت كې د سمې مشورې نه وركولو له امله قضیه كړې.
ایوي وایي چې که ډاکټر سمه مشوره ورکړې وای، نو هغه به نه و زیږیدلې، ځکه چې ډاکټر اټکل کړی و چې هغه ښایي د ملا یوه پیچلې ناروغي ولري. نو مور یې د ډاکټر په مشوره حمل سقط کولی شي.
ایوي ټومبیز په مورزادي توګه د ملا په یو پېچلې ناروغي لري، چې په سبب یې هغه کله ناکله څلرویښت ساعتونه هم له ټیوبونو سره نښلول شوي و.
د لندن سترې محکمې د ایوي د قضیې په اړه د پرېکړې پرمهال وویل، که ډاکټر په سم وخت کې سمه مشوره ورکړې وای، نو ایوي او د هغې مور به په بل حالت کې وه او له دې مصیبت څخه به خوندي وه او په دې سره نوموړې په میلونونه پونډه تاوان ترسره کړ.