زلمی خليلزاد: اشرف غني ته مې ويلي و چې پرېکړه شوې ده، خو هغه ويل

د افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو د‌ تړون کليزه را ورسېده، په دې ورځ ددغو مذاکراتو پرمخ وړونکی د امريکايی لوري مشر د نويو څرګندونو سره په رسنیو کې راښکاره شو.

خليلزاد په یوه تازه مرکه کې وويل چې ده پخپله د افغانستان پخواني ولسمشر اشرف غني ته وويل چې د افغانستان څخه د ځواکونو د وتلو پرېکړه شوې ده بې ځايه په امريکا کې وکیلانو ته مکوه.

خو‌ وايي اشرف غني بيا هم باور نه کاوه چې امريکا د افغانستان څخه وزي نو وايي له همدې کبله یې تر اخره پخپله غوښتنه مقاومت کاوه او په آخر کې چې پوه شو چې امريکا خو وځي نو دی هم د افغانستان څخه وتښتېده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *