زلمی خليلزاد؛ يوې خاصې کړۍ د نجونو پوهنتونونه وتړل اوس به
د کابل واکمنو پرون اعلان وکړ چې په افغانستان کې د نجونو په پوهنتونونه تر هغو پورې بند دي ترڅو پورې چې دوی بيا اجازه نه وي ورکړې. په دې ډول په افغانستان کې د نجونو هر ډول زده کړې ۹۰ سلنه وتړل شوې، اوس مهال صرف تر ۶ صنفه نورې کوچنۍ نجونې ښوونځي ته پرېښودل کېږي.
د افغانستان لپاره د امريکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ويلي دي چې په کابل د واکمنې ډلې ځینې کسان ددې سبب شوي دي چې د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه دواړه وتړل شي وايي ټولو ددې پرېکړې ملاتړ نه دی کړی.
که څه هم افغانان د یوه پلوه ددې پریکړې سخت مخالفت کوي مګر دا چې د واکمنې ډلې له کونداغ او شکجنو ډارېږي نو په دې هکله په ښکاره بيرون مخالفت ته نه راځي او خپل مخالفت په ټولنيزو رسنيو کې ښکاره کوي.