ريس احمدزي او حشمت شهیدي د خپل انډيوال د لوبولو لپاره د 145 سپيډ بالر کور کېناوه

افغانان په هره برخه کې ښه استعدادونه لري خو د یوه لوري د افغانانو هېواد څلوېښت کاله کېږي چې په يوه او بل نامه تر جګړ. ې لاندې دی د بل لوري بيا په دې هېواد کې شته بنسټونه تل دداسی کسانو په لاس کې وي چې هغوی پرته له فساد او خیانت بل کار نلري.

فساد او خیانت د افغانستان يوازنی وياړ کرکټ کې هم په لوړه کچه موجود دی. په‌ کرکټ بورډ واکمنو لسګونه داسې لوبغاړي د صحنې څخه ورک کړل چې نوره دنيا د پیدا کولو لپاره څو لسیزې صبر کوي. يو له دې استعداد څخه فضل الحق فاروقي و چې نور کرکټ بورډ له شرمه په ټيم کې واخيست ځکه نوموړی د هند په ای پي اېل کې ښه وځلیده ډېرو نړېوالو مبصرینو یې پخوا هم ستاينه کړې وه خو کرکټ باندې واکمنو غدارانو د خپلو ګټو لپاره خپل زاړه ميراثيان لوبول.

فضل الحق فاروقي خو د خدای په مرسته بچ شو خو نور ډېر لوبغاړی یې بېخي ورک کړل یو له دې لوبغاړو چې اوس د ورکېدو له سرنوشت سره مخ دی وفادار مومند دی. هغه په ۲۰۱۸ کال کې ۱۴۵ سپيډ درلود، ان د جنوبي افریقا فسټ بالر چارل چې هغه مهال د ملي ټيم د بالېنګ کوچ و د بورډ مسؤلینو ته ویلي و چې تاسې اخر ولې وفادار مومند ټيم ته نه اخلی.

اوس چې د سريلانکا سره لوبه ده نو يمين چې د حشمت شهیدي او ريس احمدزی انډيوال دی پکې لوبېږي چې سرعت یې 130 دی آن د سريلانکا لسم نمبر لوبغاړي چې د بېټېنګ په برخه کې په صفر برابر دی دری څلوریزې ورباندې ووهلې خو وفادار مومند د 145 سرعت په درلودلو سره هم ټيم ته نه اخيستل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *