رولا غني د نړۍ ترټولو ګران بیه ډالۍ جوبايډن ته ورکړې هغه پوره

د امريکا حکومت جوبایډن ته د ورکړل شویو ډاليو په هکله ځينې مالومات خپاره کړي دي.‌ د افغانستان انټرنشنل د خبر په بنسټ جوبایډن ته د ډېرو هېوادونو ولسمشرانو ډالۍ ورکړې دي خو ترټولو قيمتي ډالۍ د افغانستان د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني وه.

په دغو مالوماتو کې راغلي دي چې اشرف غني او د هغه مېرمنې په ۲۰۲۱ کال کې د امريکا ولسمشر جوبایډن ته دوه ابریشمي فرشونه ډالۍ کړي و چې بيه یې د ۲۹ زره ډالرو څخه اوښته، په دې مالوماتو کې راغلي دي چې پرته له اشرف غني بل هېچا جوبایډن ته دومره قيمتي ډالۍ نده ورکړې‌.

د بل لوري بيا د افغانستان په داسې خراب اقتصاد وضعيت کې چې ملک یې د مياشتې پينځوس ډالر تنخوا هم نشي پيدا کولی‌ددې ډول سترو ډاليو ورکول د افغانستان لپاره مناسب نه بلل کېژي، ماهرين وايي چې د امريکا پاليسي باندې د اشرف غني دا ډول ډالۍ کوم تاثير نلري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *