روسۍ ميليونرې پیغلې د مېړه پيداکولو لپاره په لوحو اعلانونه خپاره کړل

يوې روسۍ پېغلې د میړه پيدا کولو لپاره په لوحو اعلانونه خپاره کړي دي، د ماريا په نامه دا مېرمن وايي چې پخوا په روسیه کې ډېرو نجونو د انټرنټ له لارې ځانته مېړه پيدا کاوه مګر اوس هغه اپليکشنونه ټول د روسیې څخه وتلي دي.

دا چې يوه ميليونره ده وايي واقعا غواړی وداه وکړي يو ګډ ژوند ولري د خپلې ځوانۍ د ضايع کېدو مخه ونيسي، له همدې کبله یې ډیرې زیاتې پيسې هم مصرف کړې دي او د څو ښارونو په بېلابېلو بیروبار سيمو کې یې په لوحو باندې اعلان ورکړی دی.

دې ليکلي دي چې يوه میلیونره مېړه لټوي. وايي په اعلان باندې د د آنلاين فورم کوډ هم شته دی څوک چې غواړي زما سره واده وکړي هغه فورم دې ډک کړي او ماته یې دې راولېږي.

نوموړې وايي پدې فورم کې بايد غوښتونکی خپل مشخصات لکه؛ عمر، قد، رنګ، دنده او نور وليکي، دا وايي چې پخپله به ټول غوښتونکي ارزوي او بيا به د یوه سره اړیکه نیسي او هغه به خپل مېړه جوړوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *