روسیې د امریکا الوتکه رانسکوره جوبایډن د سپینې مانۍ څخه اعلان وکړ چې
د روسیې يوه جنګي الوتکه په توره بحيره کې د امريکا د يوې بې پيلوټه الوتکې سره وجنګېده، په دې پیښه کې د امريکا بې پيلوټه الوتکه رانسکوره شوې ده.
د امريکا ددفاع وزرات ويلي دي چې دوه روسي جنګي الوتکو د امريکا په بې پیلوټه الوتکه باندې تېری کړی دی چې یوه الوتکه د امريکا د بې پيلوټه الوتکې سره جنګيدلې ده او بې پيلوټه الوتکه په نړيوالو کې اوبو کې را غورځېدلې.
په توره بحيره کې د امریکايي د هوايي ځواکونو یوه جنرال وويل چې روسي الوتکو د امریکا بې پیلوټه الوتکه ودرول شوه او وروسته رانسکوره شوه.
د امريکا ددفاع وزرات ويلي دي چې د پېښې په هکله د امريکا ولسمشر جوبایډن ته معلومات ورکړل شوي دي او دوی اوس مهال په دې هکله په ارزونو بوخت دي.
د بل لوري د روسیې حکومت په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې د امريکا بې پيلوټه الوتکه ددوی له لوري په ده غورځول شوې وايي دا الوتکه د روسېې خاورې ته ورانه وه چې دوی د تعقیب لپاره خپلې الوتکې پورته کړې خو الوتکو هېڅ ډول وسله نه استفاده کړې.