روسيې د ۱۹ هېوادونو وګړو ته د انلاين ويزو پروسه ډیره ساده کړه، صرف د هوټل
د روسیه د بهرنیو چارو وزیر اعلان وکړ چې د ۱۹ دوستو هېوادونو وکړو ته د ويزو رژيم نهايي اسانه کوي، ددې نوي رژيم په اساس د ۱۹ دوستو هېوادونو وکړي به وکولای شي يوازې د هوټل د ريزروېشن سره د روسیې د شپږو مياشتو آنلاين ويزه ترلاسه کړي.
روسيې د ۱۹ هېوادونو وګړو ته د انلاين ويزو پروسه ډیره ساده کړه، صرف د هوټل
د روسي مقاماتو له لوري د خپرو شويو معلوماتو په اساس د ترکيې، هند، بحرین، کمبوډيا، چين، اندونيزيا، ایران، کوریا، کویټ، ماليزيا، مکسيو، برما، سعودي عربستان، تايلنډ او فلپين وګړي کولی شي له دې وروسته صرف د هوټل د ريزروېشن په درلودلو سره د انټرنټ له لارې د روسیې شپږ مياشتينی ويزې ته اپلای وکړي.
په داسې حال کې چې په نړۍ تګ راتګ، سفر په وروستۍ کچه په اسانه کېدو دی د افغانستان د وګړو لپاره هرڅه سرچپه دي، په افغانستان اوس هغه معمولي هېوادونه چې پخوا افغانستان هېڅ ورتلل نه، هم بندیز لګوي او اتباعو ته یې ویزه نه ورکوي.