رحمن الله ګربز: په ژوند کې ددغه دوه شيانو سره وفا وکړئ ټول عمر به ګټونکي تاسې یاست -

رحمن الله ګربز: په ژوند کې ددغه دوه شيانو سره وفا وکړئ ټول عمر به ګټونکي تاسې یاست

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ویکټ ساتونکی توپ وهونکی رحمن الله ګربز د ویسټ انډیز د کرابین لیګ له بریالي سفر وروسته له ملي لوبډلې سره یوځای شوی او خپل تمرینات یې پیل کړي.

د یادولو وړ ده چې د افغانستان ملي لوبډله دا مهال د اسټرالیا په بریسبین کې د شل اوریز نړیوال جام لپاره د چمتوالي په موخه په تمریناتو بوخته ده، چې هلته به له ځایي لوبډلو سره لوبې هم ولري.

اوس رحمن الله ګربز په خپله فیسبوکپاڼه د تمریناتو یوه عکس خپور کړی، چې هغه پکې توپ وهنې ته ولاړ وي او ورسره یې لیکلي:((یوازې له خپل ځان او دندې سره رښتیني اوسئ.))

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *