رحمن الله ګربز: له دې وروسته نشم کولی په هند کې لوبې وکړم ځکه چې - Ht

رحمن الله ګربز: له دې وروسته نشم کولی په هند کې لوبې وکړم ځکه چې

د افغانستان د ملي ټيم تکړه لوبغاړی رحمن الله ګربز چې د هند په سوداګريز ليګ آی پي اېل کې لوبېده په يوه ټويټ کې ليکلي دي چې نور دلته لوبې ته دوام نشي ورکولی.

ده ويلي چې اوس د ملي دندې وخت دی او بايد د‌ خپل هېواد د ملي ټيم لپاره لوبه وکړي، نوموړی د کلکتې له ټيم سره لوبېږي.

افغانستان د سريلانکا سره ګڼ شمېر لوبې لري چې لوبډله یې سريلانکا ته رسیدلی ده کوم لوبغاړي چې په ای پي ایل کې دي هغوی به له هند څخه لنډ سريلانکا ته سفر کوي او دغلته به د افغانستان د ملي ټيم سره يو ځای کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *