رحمن الله ګربز: زه يوازې یم يوازې والی راته

رحمن الله ګربز د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې يو له تکړه توپ وهونکو څخه دی، د افغانستان د کرکټ ملي ټیم تر ډېره پورې د ښه توپ وهونکي او چټک توپ اچوونکي له ستونزې سره مخ وي تراوسه دا ټیم صرف ښه سپېنر توپ اچوونکي لري باقي چټک توپ اچوونکي او ښه توپ وهونکي پکې په نشت حساب دي.

په ښه توپ وهونکو کې يو تازه ځلیدونکې څېره رحمن الله ګربز ده، هغه په تېر آسیا کپ کې د افغانستان لپاره په زړه پورې توپ وهنه وکړه او د ملي ټيم د يوې لویې تشې يوه برخه یې ډکه کړه.

اوس ښاغلی ګربز د اسټراليا په دوره دی او د نړيوال جام لپاره شېبې شماري، نوموړي مخکې له دې چې د نړيوال جام لوبې پيل شي پخپلو خبرو کې ويلي دي چې يوازې والی د قوت نښه ګڼي او هغه کس چې یوازې والي سره راحت وي يو قوي کس دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *