رحمن الله ګربز د افغانانو څخه يوه خاصه هيله وکړه وايي زه يوه شخصي -

رحمن الله ګربز د افغانانو څخه يوه خاصه هيله وکړه وايي زه يوه شخصي

د افغانستان د تکړه ځوان توپ وهونکي رحمن الله ګربز ستوری په دې وروستيو کې ډېر ښه ځلېږي، هغه داسې يو څوک دی چې د افغانستان د کرکټ په ټيم کې تراوسه کم ليدل شوی، افغانستان ښه توپ اچوونکي لري مګر د توپ وهونکو له لوري یې بيا قسمت دومره ښه نه دی.

رحمن الله ګربز په خپلو وروستيو لوبو کې په زړه پورې توپ وهنه وکړه، د هېڅ لوی او کمزوري ټيم په وړاندې یې پروا ونکړه او ډېره زړوره لوبه یې وکړه. له همدې کبله اوس یې نو ورو ورو مېوه اخیستل پیل کړي.

دی چې تازه یې په ای پي اېل کې هم خپل ځای ترلاسه کړ اوس یې د بنګله دېش په سوداګریز ليګ کې هم څراغ روښانه شوی دی او په دې ليک کې هم اخیستل شوی دی.

نوموړی تازه اوس د سريلانکا په لوري روان شوی دی ترڅو هلته د افغانستان او سريلانکا په دريو يوه ورځينيو لوبو کې ګډون وکړي. ده د خپلو هېوادوالو څخه غوښتي چې خپل ټيم ته خاصې دعاګانې وکړي چې په دې لوبو کې بريالي شي او وطن ته ویاړ راوړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *