رحمن الله ګربز ته يوه ډېر مهم هېواد طلایي ويزه ورکړه - Ht

رحمن الله ګربز ته يوه ډېر مهم هېواد طلایي ويزه ورکړه

د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم تکړه لوبغاړي رحمن الله ګربز ويلي دي چې عربي متحده اماراتو ده ته طلایي ويزه ورکړې ده، نوموړي په ټولنيزو رسنيو کې یو انځور خپور کړی دی او په خپل لاس کې یې د اماراتو ای ډي کارډ نیولی دی او ويلي يې دي چې ډېر زيات خوشحاله دی چې د اماراتو لس کلنه طلايي ويزه یې ترلاسه کړه.

رحمن الله ګربز ته يوه ډېر مهم هېواد طلایي ويزه ورکړه

په ټولنيزو رسنيو کې ددې انځور سره دا خبر هم خپور شو چې رحمن الله ګربز نور په افغانستان کې نه اوسېږي او غواړي چې هملته په عربي متحده اماراتو کې ژوند وکړي او د همغه ځايه د افغانستان په لوبو کې ګډون وکړي.

خو دا ډول اوازې حقيقت نلري رحمن الله ګربز د خپل ژوند او مسلک له وجې مجبور دی اوس مهال خپل ډېر وخت په عربي متحده اماراتو کې تېر کړي ځکه چې هغه هم د افغانستان په لوبو هم په نورو ليګونو کې برخه اخلي.

دا چې اوس مهال د افغانستان په پاسپورټ سفر سخت دی، ورسره پروازونه کم دي نو دا د یوه لوبغاړي لپاره مهمه ده چې په موقتي ډول په یو داسی ځای کې ژوند وکړي چې هرځای ته لاسرسی لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *