رحمن الله ګربز؛ نجونې پرېږدئ چې زده کړې وکړي چې څوک یې نه پرېږدي بيا حق نلري چې

د افغانستان د کرکټ تکړه توپ وهونکی رحمن الله ګربز په دې وروستيو کې د خپلو ښو لوبو وروسته په نورو برخو کې هم يو څه فعال شوی دی.‌ پرونه پورې ټولنيزو رسنيو کې دده او هيډ کوچ ترمنځ د جنجال خبرې وې خو اوس یې تازه د نجونو د تعلیم په هکله وینا کړې ده.

نوموړي پرون د ماشومانو د ورځې په مناسبت ويلي دي چې په نړۍ کې د ماشومانو لپاره ترټولو ښه ډالۍ تعليم دی. نو نجونې پرېږدئ چې تعليم وکړي. د رحمن الله ګربز ده وينا په ټولنيزو رسنيو کې د پراخ هرکلي سره مخ شوې ده.

د ځمکې په سر لومړی هېواد افغانستان دی چېرته چې نجونو ته د زده کړو اجازه نه ورکول کېږي او په ميليونو نجونې د تعليم او زده کړو څخه بې برخې بې سواده لويېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *