رحمن الله ګربز؛ زه بلکل جوړ يم خو د افغانانو څخه يوه خصوصي غوښتنه کوم

د پاکستان سره په لوبه کې د ټاپ افغان لوبغاړي رحمن الله ګربز ټپي کیدو افغان مينوال ورخطا کړل، ځکه ګربز يو له هغو افغان لوبغاړو څخه دی چې ډېر حساب ورباندې کېږي د افغانستان د لوبې اوپنر توپ وهونکی دی، دی د پاکستاني لوبغاړي شاهین افريدي له لوري په پونده وويشتل شو او د اوټ کیدو سره سره خوږ هم شو.

د نوموړي د روغتیا په هکله پرون د افغانستان کرکټ بورډ تازه معلومات خپاره کړل او ویې ويل چې ترسره شوي معاینات ښيي چې د رحمن الله ګربز پښه جوړه ده او کولی شي چې په نړیوال جام کې خپلو لوبو ته په ډاډه زړه دوام ورکړي.

مګر نن بيا رحمن الله ګربز پخپله هم یوه ویډیو خپره کړه او ويې ویل چې روغتیا یې بلکل ښه ده کولی شي خپلو لوبو ته دوام ورکړي د مينوالو څخه یې وغوښتل چې ورخطا کېږي دې نه، دی بلکل ښه دی او ان شاء الله د افغانستان لپاره به ښه لوبه ترسره کوي.

هغه پخپله وينا کې د ټولو افغانانو څخه مننه وکړه چې دده د روغتیا پوښتنه یې کړې وه او اندیښمن شوي و، له خپلو خلکو یې وغوښتل چې په دعاګانو کې یې ياد ساتي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *