راشد د نبي په وړاندې؛ دا ځل د راشد خان بخت کار ونکړ، د کرکټ نړيوالې شورا اعلان وکړ

د کرکټ نړیوالې شورا تازه د شل اوریزه لوبو د توپ وهونکو، توپ اچونکو او الراونډرانو درجه بندي اعلان کړه، چې د توپ اچونکو په نوملړ کې افغان ستوري راشد خان دویم مقام خپل کړی دی.

د توپ اچونکو په درجه بندۍ کې جوش هیزلووډ لومړی، راشد خان دویم، ونېندو هسرنګا دریم، ایدم زمپا څلورم، تبریز شمسي پنځم، عادل رشید شپږم، مهیش ټیکسانا اووم، مجیب الرحمن اتم، عقیل حسین نهم او کیشو مهاراج لسم مقام لري.

د الراونډرانو په درجه بندۍ کې محمد نبي لومړی مقام، شکیب الحسن دویم، معین علي دریم، ونېندو هسرنګا څلورم، هارډیک پانډیا پنځم، ګلین مکسویل شپږم، جی جی سمېت اووم، ذیشان مسعود اتم، دپیندرا سینګ نهم او روحان مصطفی لسم مقام لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *