راشد خان په څلور لوبغاړي اوټ کړل په ۷۹ منډو ناسوځېدلی پاتې شو خو
د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم تکړه لوبغاړي راشد خان بېګاه شپه په آی پي اېل کې تاريخي لوبه وکړه.
نوموړي ددې سره سره چې د خپل ښه بال کمال وښود ورسره یې په توپ وهنه کې هم ډېر خلک ځانته ګوته په غاښ کړل.
راشد خان پرون پوره څلور لوبغاړي اوټ کړل او کله چې پخپله توپ وهنې ته راغی نو ۷۹ چټکې منډې یې جوړې کړې او تر آخره ناسوځېدلی پاتې شو.