راشد خان په لومړي ځل د خپل واده په هکله سپینه خبره وکړه؛ د واده وخت یې اعلان کړ

د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم ډېری غړي ودونه لري، ځينې خو يې آن دومره لوی لوی زامن لري چې اوس د نورو هېوادونو د کرکټ په ليګونو کې لوبېږي خو د افغانستان د کرکټ ستوری راشد خان بيا تراوسه مجرد دی او د واده په هکله یې تراوسه پورې کومه غوڅه خبره نه وه.

تازه یې په یوه مرکه کې په لومړي ځل د خپل واده په هکله خبرې کړې دی او دا لومړی ځل دی چې نوموړي ډېر واضح الفاظ استعمال کړي دی او د واده په هکله یې خبره نوره سپينه بيان کړې ده.

ده ويلي دي چې د واده نیت لري او داسې یو پروګرام لري چې په راتلونکي يوه يا دوه کلونو کې به واده وکړي هغه دا ونه ويل چې کوم نجلۍ یی مشخصه کړې ده يا پخپله خوښه واده دی که یې د کورنۍ له لارې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *